اسلامآباد (وېب نیوز) د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي جسټس یحییٰ آفریدی ویلي، د عدلیې د اصلاحاتو موخه داسې عدالتي نظام رامنځته کول دي چې ولس ته اسانه، شفاف، ټکنالوژۍ سره سمبال او اغېزمن وي، ترڅو خلکو ته پر وخت او عادلانه انصاف ورسېږي. نوموړي د “اړان اوورسیز پاکستانیز سمر سکالرز پروګرام ۲۰۲۶” ګډونوالو ته د پاکستان د عدالتي نظام، ډیجیټل محکمو، د قضیو د معلوماتو ملي ډشبورډ، د عامه اسانتیاوو مرکزونو، د بهر مېشتو پاکستانیانو د قضیو ځانګړي مرکز او د ښځو او کمزورو قشرونو لپاره د عدالتي اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د عدلیې پر اصلاحاتو کار په چټکۍ روان دی.
