تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

کریملن د روس او اوکراین جګړه اوس د حقیقي جګړې بڼه خپله کړې ده

ماسکو (وېب نیوز) د کریملن ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، د روس هغه پوځي عملیات چې په پیل کې د “ځانګړي عملیات” په نوم یادېدل، اوس د یوې حقیقي جګړې بڼه خپله کړې ده، ځکه لوېدیځ هېوادونه په عملي ډول د اوکراین ترڅنګ په دې شخړه کې ښکېل دي. نوموړي ادعا وکړه چې جرمني، فرانسه، هالینډ، ناروې او امریکا د اوکراین ملاتړ کوي او د سپوږمکۍ معلوماتو، پوځي تجهیزاتو او تخنیکي اسانتیاوو له لارې د روس پر ضد عملیاتو کې مرسته کوي.