(سید سردار محمد خوندئی)
کوټه: د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ د امن او نظم او د هنه اوړک د وروستي وضعیت په اړه یوه لوړه پوړی غونډه جوړه شوه، چې پکې د امن د بېرته راوستلو لپاره مهمې پرېکړې ومنل شوې.
د سینیټائزیشن عملیاتو منظوري
په غونډه کې په هنه اوړک او شاوخوا سیمو کې د ترهګرو پر ضد د سمدستي سینیټائزیشن عملیاتو د پیلولو منظوري ورکړل شوه. د عملیاتو موخه دا ده چې سیمه له شرخوښو عناصرو څخه پاکه کړي. د صوبایي کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو او صوبایي وزیر بخت محمد کاکړ په مشرۍ لوړه پوړی کمېټه جوړه شوې ده. کمېټې ته لارښوونه شوې چې د مظاهره کوونکو، قومي مشرانو، ټاکل شویو استازو او نورو اړوندو ډلو سره دې سمدستي اړیکه ونیسي.
په ناکراره سیمه کې د امن او نظم د ټینګولو لپاره د ګډې پوستې د سمدستي جوړولو پرېکړه وشوه. دا پوسته به له نن څخه فعاله وي، چې هلته به ټول د قانون پلي کوونکي ادارې په ګډه د امنیت چارې ترسره کوي.
وزیر اعلی میر سرفراز بګټي غونډې ته په وینا کې وویل چې د هنه اوړک د خواشینونکي پېښې د ذمه وارو ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد به بې له توپیره عملیات وشي. هغه روښانه کړه چې د ترهګرو پر ضد عملیات به خپل منطقي پای ته ورسول شي او د دولت په واک باندې به هېڅ جوړجاړی ونه شي.
هغه زیاته کړه چې د هنه اوړک خلکو او قبایلو د ترهګرو په وړاندې په مېړانه مقابله وکړه او د هېواد پالنې او زړورتیا یوه روښانه بېلګه یې وړاندې کړه. ترهګري د ټول بلوچستان او پاکستان ګډه ننګونه ده، چې د ختمولو لپاره یې ملي یووالی او ګډه تګلاره اړینه ده.
د شهیدانو کورنیو لپاره مرسته
وزیر اعلی اعلان وکړ چې د شهیدانو کورنیو او اغېزمنو کسانو ته به په راتلونکو دوو ورځو کې د مالي مرستې او تاوان ورکولو لړۍ پیل شي.
په غونډه کې ټینګار وشو چې سوله ییز احتجاج د هر وګړي اساسي حق دی. حکومت به د مظاهره کوونکو د اندېښنو د لرې کولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د خلکو د ځان او مال ساتنه د حکومت لومړۍ دنده ده. د امن د ټینګولو لپاره به ټولې سرچینې په کار واچول شي.
