کوټه (نوې ژوند ويب نيوز): د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د زيارت په عملياتو کې د امنيتي ځواکونو برياليتوب وستايه او ويې ويل چې بلوچستان د پاکستان قوي سنګر دی او هر هغه څوک چې د رياست واکمني ننګوي، برخليک به يې ماتې، نيول يا هلاکت وي. نوموړي وويل د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد به بې توپيره عمليات تر وروستي ترهګر پورې دوام ولري.
