پاکستان ۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان د امن د ګډوډولو هره دسیسه به شنډوو، ولسمشر زرداري

اسلام آباد۰(وېب نیوز)د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د زیارت پر پولیسو د ترهګریز برید سخته غندنه کړې او د شهیدو پولیسو سرتېرو ته یې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې دي. دوی همداراز د امنیتي ځواکونو له لوري د ۱۵ وسله‌والو د وژل کېدو ستاینه کړې ده. ولسمشر زرداري ویلي چې په بلوچستان کې د امن او ثبات پر ضد هره دسیسه به ناکامه کړي او د ترهګرۍ پر ضد به عملیات په پوره ځواک روان وي. وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د امن دښمنه عناصرو پر ضد به جګړه تر بشپړې بریا دوام وکړي. محسن نقوي د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، او وزیراعلیٰ سرفراز بګټي ټینګار کړی چې د دولت پر ضد وسله پورته کوونکو لپاره به د بلوچستان خاوره تنګه شي او د قانون ننګوونکو برخلیک به ماتې او هلاکت وي.