کوټه۰(وېب نیوز)د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې پرلهپسې ترهګریزو پېښو دا څرګنده کړه چې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حکومت یوازې د غندنې تر بیانونو محدود پاتې دی. د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان مشر او سناتور مولانا عبدالواسع، د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر عبدالقهار ودان او د جماعت اسلامي د بلوچستان امیر او د صوبايي اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمن د هنه اوړک او زیارت د پېښو په غبرګون کې وویل، چې د روانو احتجاجونو او پرلتونو بشپړ ملاتړ کوي او له حکومته غواړي چې د خلکو غوښتنې ومني، د ولس د امنیت لپاره اغېزمنه تګلاره خپله کړي، د پېښو اصلي حقایق ولس ته وړاندې کړي او د ناامنۍ تر شا لاس لرونکي کسان قانون ته وسپاري، ځکه د عملي اقداماتو نشتوالی به حالات نور هم خراب کړي.
