مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت او هنه اوړک د پېښو غندنه، د تښتول شويو کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه: جمعیت نظریاتي

کوټه۰(وېب نیوز)د جمعیت نظریاتي مشرانو په ګډه اعلامیه کې په زیارت کې پر پولیسو او په هنه اوړک کې پر قبایلي خلکو شوي بریدونه په سختو ټکو وغندل او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. دوی وویل چې په بلوچستان کې ناامني په منظم ډول خپرېږي او خلک هره ورځ جنازې پورته کوي. اعلامیه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د زیارت او هنه اوړک پېښو عاملین ژر قانون ته وسپاري، تښتول شوي کسان خوندي راخوشې کړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.