پاکستان ۸ جولائی ۲۰۲۶

د بانکي شخړو د چټک او اغېزمن حل لپاره د ادارو همغږي ضروري ده، چیف جسټس یحییٰ افریدي

اسلام‌آباد۰(وېب نیوز)د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي جسټس یحییٰ افریدي ویلي چې د بانکي شخړو د چټک، شفاف او اغېزمن حل لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او ګډ کار ډېر مهم دی. هغه دا څرګندونې د پاکستان د بانکي محتسب سراج الدین عزیز سره د لیدنې پر مهال وکړې، چې پکې د بانکي قضیو د نظام د ښه والي، قانوني اصلاحاتو او د بدیلو شخړو د حل (ADR) د پراختیا په اړه خبرې وشوې. بانکي محتسب وویل چې ادارې په ۲۰۲۵ کال کې ۳۶ زره او ۲۸۰ شکایتونه حل کړي، له یو ارب او ۸۷ کروړو روپیو څخه زیات مالي ریلیف یې ورکړی او د پاتې قضیو شمېر یې هم کم کړی دی. چیف جسټس د ادارې فعالیت وستایه او د خلکو لپاره د اسانه او اغېزمن عدلي نظام پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.