مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک او زیارت پېښې د زغم وړ نه دي، ترهګر د بلوچستان امن نه شي ګډوډولای: جمال شاه کاکړ

کوټه۰(وېب نیوز)د پاکستان مسلم لیګ (ن) بلوچستان جنرل سېکرټر او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د هنه اوړک د وسله وال برید او په زیارت کې د پولیسو د افسرانو او سرتېرو د شهادت پېښې په سختو ټکو وغندلې او ویې ویل چې د بې ګناه خلکو او امنیتي ځواکونو په نښه کول یو بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی. هغه وویل، د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه له وزیراعظم شهباز شریف سره پرله‌پسې اړیکه لري او وفاقي حکومت به په صوبه کې د سولې د ټینګښت، د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره هر اړخیز او اغېزمن اقدامات وکړي. جمال شاه کاکړ زیاته کړه چې ټول ملت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او د بلوچستان د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره به ګډې هڅې روانې ساتل کېږي.