مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک بريد وروسته د بلوچستان والي د وزيراعظم شهباز شريف سره بېړنی تماس

کوټه (نوې ژوند ويب نيوز): د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل د هنه اوړک له وروستي بريد وروسته له وزيراعظم شهباز شريف سره ټېليفوني خبرې وکړې او د امنيتي وضعيت، د خلکو د سر او مال د خونديتوب، د اغېزمنو کورنيو د مرستې او د ترهګرۍ ضد ګډې تګلارې په اړه يې تفصيلي سلا مشورې وکړې. دواړو مشرانو د امن د ټينګښت او د امنيتي همغږۍ د لا پياوړتيا هوډ څرګند کړ.