کوټه۰(وېب نیوز)د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د پبلک اکاؤنټس کمېټې په غونډه کې د بلوچستان ټېکسټ بک بورډ ځانګړې آډټي راپور وڅېړل شو. د کمېټې مشر اصغر علي ترین وویل چې د جون او جولای له تېرېدو سره سره لا هم ډېرو سرکاري ښوونځیو ته درسي کتابونه نه دي رسېدلي، چې دا د اندېښنې وړ ده. کمېټې د هغو چارواکو پر ضد د پلټنو امر وکړ چې د کتابونو پر وخت وېش کې یې غفلت کړی او د معیاري درسي کتابونو پر وخت برابرول یې اړین وبلل.
