مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د چمن چیمبر آف کامرس اجرایوي کمېټې مهمه غونډه د جولای په ۱۰مه ترسره کېږي

چمن (ویب نیوز): د چمن چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري د مشر عبدالنافع جان اڅکزي په بلنه د اجرایوي کمېټې مهمه غونډه د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۰مه د چمن چیمبر په دفتر کې رابلل شوې ده. د اعلامیې له مخې، په غونډه کې به پر مهمو اداري، تنظيمي او سوداګریزو چارو بحث وشي او یو شمېر مهمې پرېکړې به هم وشي. د چیمبر له ټولو غړو غوښتنه شوې چې په خپل وخت ګډون یقیني کړي.