مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

نوشکي: ګلنګور ته نږدې وسله والو دوه د تېلو ټانکرونه وسوځول

نوشکي۰(وېب نیوز)د نوشکي ولسوالۍ د ګلنګور کوټهاري سیمې ته نږدې پر ملي لویه لاره نامعلومو وسله والو دوه د تېلو ټانکرونه اور ته واچول چې دواړه په بشپړه توګه وسوځېدل. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په ګلنګور، کیشنګي او نوشکي کې امنیتي تدابیر سخت کړي، لویه لاره یې د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې او د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.