مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

په ترهګرۍ ضد روانو احتجاجي دهرنو کې دې خلک پراخ ګډون وکړي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه۰(وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي او صوبايي کابینې په ګډه غونډه کې د زیارت او هنه اوړک وروستي بریدونه په سختو ټکو وغندل شول. غونډې پرېکړه وکړه چې د ګوند ټول غړي به په کوټه، زیارت کراس او خانوزۍ کې روانو احتجاجي دهرنو او جلسو کې فعاله ګډون کوي. ګوند ادعا وکړه چې په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ، تښتونو او ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او له حکومت یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.