تازه خبرونه ۸ جولائی ۲۰۲۶

کوټه: د هنه اوړک پېښه، د مړو جسدونو سره احتجاجي پرلت درېیمې ورځې ته وغځېد، د پوځ د مشر تر راتګ پورې د تدفین نه کولو اعلان

کوټه (وېب نیوز) د کوټې اړوند د هنه اوړک په سیمه کې د یکشنبې په ماښام د وسلوالو په برید کې د څلورو ځایي اوسېدونکو له وژل کېدو وروسته د وژل شویو د کورنیو، د سیمې د خلکو او بېلابېلو سیاسي ګوندونو ګډ احتجاجي پرلت د سې شنبې په ورځ هم درېیمې ورځې ته داخل شو. د پرلت ګډونوالو اعلان کړی چې تر هغې به د وژل شویو جسدونه نه خښوي، څو چې د پاکستان د پوځ مشر (آرمي چیف) کوټې ته ورنه شي، له دوی سره لیدنه ونه کړي او د هغوی د غوښتنو د منلو او عملي کولو ډاډ ورنه کړي. مظاهره کوونکي وایي، په سیمه کې د امنیت خراب وضعیت، د خلکو د سر او مال د ساتنې ناکامي او د وروستي برید د مسؤلو کسانو سمدستي نیول د دوی له مهمو غوښتنو څخه دي. دوی ټینګار کوي چې یوازې بیانونه او دودیزې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې عملي او اغېزمن اقدامات باید ترسره شي.