ګوادر (وېب نيوز) د ګوادر د پانوان او ګنز ترمنځ سيمه کې د پنځو کسانو مړي موندل شوي، چې د قانوني چارو لپاره د جيونۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. د پوليسو په وينا، د دوو کسانو پېژندنه د شاه بخش او پيري عيسى په نوم شوې، خو د پاتې درېيو کسانو پېژندنه لا نه ده شوې. پوليس د پېښې د څرنګوالي او د مړو د پېژندنې لپاره پلټنې روانې ساتلې دي.
