اورماړه (وېب نیوز) د پاکستان سمندري ځواکونو د اورماړې ختیځ لوري ته په خلاص سمندر کې د ژغورنې چټک عملیات ترسره کړل او د اوبو ډکې شوې باروړونکې بېړۍ ټول شل پاکستانی عمله یې په خوندي ډول وژغورله. د آی اېس پي آر له مخې د بېړني خطر له خبرتیا وروسته د ګډ سمندري معلوماتي همغږۍ مرکز سمدستي فعال شو او د پي اېن اېس حنین جنګي بېړۍ، چورلکو او نورو هوايي وسایلو په مرسته بریالي عملیات ترسره شول. په اعلامیه کې ویل شوي چې ژغورل شوي ټول کسان طبي مرستې ترلاسه کوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. آی اېس پي آر ویلي چې دغه عملیات د پاکستان سمندري ځواکونو او میریټایم سکیورټي ادارې د مسلکي وړتیا او د انساني ژوند د ژغورنې د ژمنې څرګندونه کوي.
