مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان ګرېنډ الائنس د مذاکراتو بشپړ واک اپوزیسیون مشر یونس عزیز زهري ته وسپاره

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ګرېنډ الائنس پلاوي د پروفیسور عبدالقدوس کاکړ په مشرۍ د بلوچستان اسمبلۍ د مخالفې ډلې له مشر میر یونس عزیز زهري سره وکتل. په لیدنه کې د سرکاري کارکوونکو ستونزې، د نیول شویو کارکوونکو خوشې کېدل، انضباطي اقدامات، د ډیسپېرټي رېډکشن الاؤنس او نورو غوښتنو په اړه خبرې وشوې. پلاوي د حکومت سره د خبرو اترو لپاره یونس عزیز زهري ته بشپړ واک ورکړ، او هغه ژمنه وکړه چې د کارکوونکو د حقونو لپاره به هره ممکنه هڅه کوي.