کوټه (وېب نيوز) د اردن حکومت ويلي چې د ايران له لوري توغول شوي توغندي د دغه هېواد هوايي حريم ته د ننوتو له راپورونو وروسته په ټول هېواد کې د هوايي بريد د خطر سائرنونه وغږول شول. د حکومت وياند ډاکټر محمد حسين المومني وويل، د اردن دفاعي ځواکونو په وخت اقدام وکړ او اته ايراني توغندي يې شنډ او نسکور کړل، چې له امله يې هېڅ ډول ځاني يا مالي زيان نه دی اوښتی. نوموړي زياته کړه چې د اردن وسله وال ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او د هېواد د امنيت او د خلکو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي. هغه له خلکو وغوښتل چې يوازې پر رسمي معلوماتو باور وکړي، د اړوندو ادارو لارښوونې تعقيب کړي او د اوازو له خپرولو ډډه وکړي.
