کوټه (وېب نيوز) د ايران د بهرنیو چارو وزير سيد عباس عراقچي د عمان د بهرنیو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي او د ترکيې د بهرنیو چارو وزير حاقان فيدان سره بېلې بېلې ټېليفوني خبرې وکړې. د ايران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو خبرو کې د هرمز تنګي وضعيت، اوربند او د سيمې وروستي پرمختګونه وڅېړل شول. درې واړو وزيرانو د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي، د ډيپلوماټيکو لارو د فعال ساتلو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د سوله ييز حل پر اړتیا ټينګار وکړ، او د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت هم د سيمې د امنيتي وضعيت او اوربند په اړه د دواړو لورو د خبرو پخلی کړی دی.
