مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان بار کونسل د ترهګرۍ پر ضد صوبه کې اعتصاب، عدالتي چارې وځنډېدې

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان بار کونسل په غوښتنه د ترهګرۍ او خراب امنیتي وضعیت پر ضد د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې وکیلانو بشپړ اعتصاب وکړ او عدالتي چارې یې بایکاټ کړې. وکیلانو په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د وروستیو پېښو شفافې پلټنې وکړي، ککړ کسان قانون ته وسپاري او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره اغېزمن امنیتي اقدامات وکړي. د اعتصاب له امله د بلوچستان هایکورټ، سیشن، سول او نورو محکمو ډېری مقدمې وځنډېدې او یوازې د بېړنیو قضیو محدودې اورېدنې ترسره شوې.