پاکستان ۹ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان د امنيت په اړه د ايپکس کمېټې مهمه غونډه نن په کوټه کې کېږي

کوټه (وېب نیوز) په بلوچستان کې د وروستيو ترهګريزو پېښو وروسته د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د نېشنل اېکشن پلان د ايپکس کمېټې مهمه غونډه نن د وزيراعلی په سېکرټريټ کوټه کې کېږي. سرچينې وايي، په غونډه کې به د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير، د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټی، وفاقي وزيران، لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي او د قانون پلي کوونکو ادارو مشران ګډون وکړي. غونډه کې به د بلوچستان د امنيتي وضعيت، وروستيو ترهګريزو پېښو، د نېشنل اېکشن پلان د عملي کېدو او نوې امنيتي تګلارې مفصل جاج واخيستل شي.