زیارت (وېب نیوز) د زیارت مانګي په پېښه کې د وژل شویو کسانو وارثانو ادعا کړې چې د شهیدانو پر جسدونو تېزاب او نور کیمیاوي مواد شیندل شوي، چې له امله یې ګڼ جسدونه د پېژندنې وړ نه دي پاتې او خپلوان یې د وروستي لید څخه هم بېبرخې شوي دي. د وارثانو په وینا، د زیارت څخه ۲۱ جسدونه کوټې ته لېږدول شوي چې یو شمېر یې خپلو سیمو ته د خاورو سپارلو لپاره استول شوي او پاتې نور د احتجاج پر ځای کې ایښودل شوي دي. دوی له حکومت څخه د شفافو پلټنو او د مسؤلینو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده. خو د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه هېڅ رسمي تأیید یا تردید نه دی شوی.
