مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت مانګي پېښه، وارثانو پر مړو د تېزاب او کیمیاوي موادو د شیندلو ادعا وکړه

زیارت (وېب نیوز) د زیارت مانګي پېښې د قربانیانو وارثانو ادعا کړې چې د شهیدانو پر مړو تېزاب او نور کیمیاوي مواد شیندل شوي، چې له امله یې ګڼ مړي د پېژندلو وړ نه دي پاتې شوي او خپلوان یې د وروستي لیدو څخه هم بې برخې شوي دي. د وارثانو په وینا، له زیارت څخه ۲۱ مړي کوټې ته لېږدول شوي چې ځینې یې خپلو سیمو ته د خښولو لپاره استول شوي او نور د احتجاج په ځای کې ایښودل شوي دي. هغوی له حکومت څخه د شفافو او بې پرې پلټنو غوښتنه کړې، خو د دغو ادعاوو تر اوسه رسمي تایید یا رد نه دی شوی.