کوټه (وېب نیوز) د زیارت په خونړۍ پېښه کې د بلوچستان پولیسو شهید سرتېري اکبر شیراني غمجنه کیسه مخې ته راغلې ده. د کورنۍ په وینا، اکبر شیراني د اوو خویندو یوازینی ورور و او د واده نېټه یې یوازې یوه اوونۍ وروسته ټاکل شوې وه، خو د هېواد او خلکو د ساتنې پر مهال یې خپل ژوند قربان کړ. د هغه خپلوان ادعا کوي چې د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د مړي د لېږد لپاره دولتي امبولانس ور نه کړل شو، نو دوی په شخصي مرسته کرایي موټر برابر او مړی یې خپل کلي ته ولېږداوه. کورنۍ غوښتنه کړې چې که دا ادعاوې سمې وي، نو باید شفافې پلټنې وشي او په راتلونکي کې د شهیدانو کورنیو ته دا ډول ستونزې رامنځته نه شي.
