کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ مشرانو ویلي، که امنیتي ادارو پر وخت د زیارت تښتول شوي پولیس ژغورلي وای، نو دا غمجنه پېښه به نه رامنځته کېده. په ګډه اعلامیه کې یې د شهیدانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې په بلوچستان کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغوی همداراز د هنه اوړک د کلي ببري له سیمې تښتول شویو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
