کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ مشرانو ویلي، که امنیتي ادارو پر وخت اقدام کړی وای او د زیارت څخه تښتول شوي پولیس سرتېري یې ژغورلي وای، نو دا غمیزه به نه رامنځته کېده. په ګډه اعلامیه کې دوی د زیارت شهیدانو ته د درناوي څرګندونه وکړه او ویې ویل چې په بلوچستان کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی او حکومت د خلکو ترڅنګ د خپلو امنیتي ځواکونو په ساتنه کې هم پاتې راغلی دی. دوی د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د هنه اوړک د کلي ببري څخه د تښتول شویو ۱۱ کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه یې هم وکړه.
