کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ له امله ژوره اندېښنه لري او د نوي شخړې پیل د هېڅ لوري په ګټه نه دی. ویاند له ټولو اړخونو وغوښتل چې زغم وښيي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د سیمې امن او ثبات ته زیان رسوي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او دوامدارو اړیکو لاره خپله کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول لوري دې د اسلامآباد د تفاهم یادښت له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او پاکستان به د سیمې د سولې او رغنده ډیپلوماسۍ لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
