کوټه (وېب نیوز) د هنه اوړک د کلي ببري څخه تښتول شوي لس کسان خوشې شوي دي. ازاد شوي حاجي اشرف کاکړ ویلي چې ټول خوشې شوي کسان خوندي دي او ډېر ژر به خپلو کورونو ته ورسېږي. د سرچینو له مخې د سیمې قومي مشرانو او جرګې له وسلوالو سره خبرې وکړې چې له امله یې د مغویانو خوشې کېدل ممکن شول. حاجي اشرف کاکړ ادعا وکړه چې د دوی ازادي د حکومت نه، بلکې د قبایلي جرګې د هڅو په نتیجه کې ترسره شوې ده. سرچینې وایي خوشې کوونکو ځانونه د ټي ټي پي غړي بللي، خو دغه ادعا تر اوسه د حکومت یا خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې او رسمي بیان هم نه دی خپور شوی۔
