پاکستان ۹ جولائی ۲۰۲۶

د پاکستان سمندري ځواک او مېرېټايم امنيتي ادارې چټک عمليات، د اورماړې ترڅنګ له ډوبېدونکې بېړۍ ۲۰ کسان ژغورل شوي

کوټه (وېب نيوز) د پاکستان سمندري ځواک او د پاکستان مېرېټايم امنيتي ادارې په ګډو بيړنيو عملياتو کې د اورماړې ختيځ ته له ډوبېدونکې بېړۍ څخه د عملې ټول ۲۰ پاکستاني غړي په خوندي ډول وژغورل. د آی اېس پي آر د بيان له مخې، د ګډ سمندري معلوماتي همغږۍ مرکز ته د بيړني خبر تر ترلاسه کېدو وروسته پي اېن اېس حنين او اړين هوايي وسايل سمدستي سيمې ته واستول شول. د ژغورنې ډلې د مسلکي وړتيا له امله ټول کسان خوندي راويستل شول او ورته اړينه طبي مرسته هم برابره شوې ده. آی اېس پي آر ويلي، دغه بريالي عمليات د پاکستان سمندري ځواک او مېرېټايم امنيتي ادارې د انساني ژوند د ساتنې ژمنتيا او د سمندري بېړنيو حالاتو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي څرګندونه کوي.