دالبندین (وېب نیوز) د چاغي ولسوالۍ د چاغي ښار څخه د وسلوالو کسانو له لوري پر بېلابېلو دولتي تاسیساتو د بریدونو او نیولو راپورونه ترلاسه شوي، خو تر اوسه یې رسمي تایید نه دی شوی. د سرچینو په وینا، بریدګرو د پولیسو پر تاڼه، دولتي دفترونو او بانکونو چاپې وهلي، د پولیسو تاڼه یې سوځولې، ریکارډ او دولتي وسایط یې زیانمن کړي او د یوې امبولانس د وړلو راپورونه هم ورکړل شوي دي. له پېښې وروسته د ښار پر داخلي او خارجي لارو ناکې لګول شوې چې له امله یې خلک سخت اندېښمن شوي، خو تر اوسه ضلعي ادارې او پولیسو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
