مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

عبدالرحیم زیارتوال که غوښتنې ونه منل شي، د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړو

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عمومي سېکرټر عبدالرحیم زیارتوال ویلي چې د بلوچستان اوسنی وضعیت نور د زغم وړ نه دی او که حکومت جدي او ماناداره خبرې اترې ونه کړي، د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي. هغه د زیارت د شهیدانو د کورنیو د پرلت ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې حکومت د مذاکراتو په برخه کې جدي نه ښکاري، له همدې امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي، نو له چمنه تر ژوبه به په بېلابېلو سیمو کې پرلتونه پیل شي او اړتیا وه نو په کوټه ښار کې به هم نور احتجاجونه وشي.