تازه خبرونه ۹ جولائی ۲۰۲۶

قطر او چين د ايران او امريکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه

کوټه (وېب نيوز) د ايران او امريکا ترمنځ د زياتېدونکي کړکېچ په اړه قطر او چين اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو اړخونو يې د زغم او ډيپلوماسۍ د غوره کولو غوښتنه کړې ده. قطر د کوېټ او بحرين پر وړاندې د ايران بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې دا ډول کړنې د سيمې د سولې او ثبات لپاره زيانمنې دي، په داسې حال کې چې د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي پوځي اقدام د ستونزو حل نه دی او ټول اختلافات بايد د خبرو اترو له لارې هوار شي۔