مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

هرنائي کې د ماين چاودنې له امله پل ويجاړ، تګ راتګ ودرېد

کوټه (وېب نيوز) د هرنائي ولسوالۍ د طور خام تنګي په سيمه کې د ماين چاودنې له امله يو رابطه پل ويجاړ شوی او د سيمې تګ راتګ ځنډېدلی دی. د سرچينو په وينا چاودنې پل ته سخت زيان رسولی، خو د ځاني زيان راپور نه دی ورکړل شوی. امنيتي او اړوند ادارو د پېښې پلټنې پيل کړې او د زيان د اندازې معلومولو چارې روانې دي۔