کوټه (وېب نیوز) د جمعيت علماء اسلام نظرياتي پاکستان قائم مقام امير مولانا عبدالقادر لوني، صوبايي کنوينر مولانا قاري مهرالله، مرکزي مالي سکرتر حاجي حيات الله کاکړ، صوبايي محتسب مولانا نياز محمد او نورو مشرانو د هڼه اوړک او زيارت پېښو د قربانيانو سره د يووالي څرګندولو لپاره په احتجاجي پرلت کې ګډون وکړ. د پرلت ګډونوالو ته په وينا کې مولانا عبدالقادر لوني شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل چې په بلوچستان کې د امن او امان وضعيت د اندېښنې وړ دی او خلک له ناامنۍ سره مخ دي. نوموړي له حکومت او امنيتي ادارو وغوښتل چې د امن ټينګښت، د تښتونو او ترهګرۍ د مخنيوي لپاره دې اغېزمن عملي ګامونه پورته کړي او د اغېزمنو کورنيو غوښتنې دې بې له ځنډه ومنل شي.
