تازه خبرونه ۹ جولائی ۲۰۲۶

په بندرعباس، شيراز او بوشهر کې د چاودنو راپورونه، ايران د امريکايي اهدافو پر ضد د توغنديزو بريدونو ادعا وکړه

کوټه (وېب نيوز) د ايران په بندرعباس، شيراز او بوشهر ښارونو کې يو ځل بيا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ايراني رسنيو ويلي چې په بندرعباس کې هوايي دفاعي سيستم فعال شوی او د ښار په سمندري سيمه کې هم څو چاودنې اورېدل شوې دي. د ايراني خبري سرچينو د راپورونو له مخې، په بوشهر کې هم د دوو چاودنو خبر ورکړل شوی، خو د پېښې دقيق ځایونه لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي. بل لور ته ايراني رسنيو ادعا کړې چې د امريکا د شپېنيو بريدونو په ځواب کې د سپاه پاسداران ځواکونو په کوېټ کې پر څو امريکايي اهدافو او په اردن کې پر امريکايي پوځي اډو توغنديز بريدونه کړي دي، خو د دغو ادعاوو خپلواکه تصديق تر اوسه نه دی شوی.