تازه خبرونه ۹ جولائی ۲۰۲۶

په زیارت کې د ۳۰ پولیسو د ډله‌ییزو استعفاوو راپورونه، په نوشکي کې پر پولیسو برید، دوه سرتېري شهیدان

کوټه (وېب نیوز) د زیارت ولسوالۍ څخه د راپورونو له مخې، د بېلابېلو تاڼو ۳۰ پولیسو خپلې ډله‌ییزې استعفاوې اړوندو چارواکو ته سپارلې دي، خو تر اوسه یې رسمي تایید نه دی شوی. بل لور ته د نوشکي په عین الدین سړک کې ناپېژاندو وسلوالو د پولیسو پر ګزمه ډزې کړې چې له امله یې دوه پولیس شهیدان شوي دي. بریدګر له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي دي.