مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

په شیراني کې د ولسي حقونو لپاره روان پرلت سل ورځې پوره کړې

شیراني (وېب نیوز) د شیراني ولسوالۍ په مرکزي ښار میرعلي خېل (ستنوراغه) کې د ولسي حقونو، اداري انصاف او دولتي ادارو د فعالولو لپاره روان سوله‌ییز پرلت خپلې سل ورځې بشپړې کړې. د پرلت ګډونوالو وویل چې د دوی مبارزه د ټولې ولسوالۍ د خلکو د اساسي حقونو، دولتي ادارو د فعالولو، غوره اداري نظام، بنسټیزو اسانتیاوو او پرمختیایي پروژو د بشپړېدو لپاره روانه ده. دوی د بلوچستان له حکومته وغوښتل چې د محکمو پرېکړې عملي کړي، دولتي دفترونه فعال کړي، د چارواکو حاضري یقیني او پر پرمختیایي پروژو کار چټک کړي، او ټینګار یې وکړ چې تر هغو به خپل سوله‌ییز او قانوني احتجاج ته دوام ورکوي څو غوښتنې یې ونه منل شي.