مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

که غوښتنې ونه منل شي، د احتجاج لړۍ به پراخه کړو، عبدالرحیم زیارتوال

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال ویلي چې د بلوچستان روان وضعیت نور د زغم وړ نه دی او که حکومت جدي مذاکرات ونه کړي، د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي. نوموړي د کویله پهاټک د احتجاجي پرلت ګډونوالو ته وویل چې حکومت د خبرو اترو په برخه کې جدي نه ښکاري، چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. هغه خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شي، له چمن څخه تر ژوبه به په بېلابېلو سیمو کې نور احتجاجي پرلتونه هم پیل شي.