پاکستان ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

د “شعبان” عملیات چټک شول، د پاکستان پوځ، ایف سي او بلوچستان پولیسو په عملیاتو کې د ۷۵ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز)د منګي ډېم پر پولیس سټېشن له برید وروسته د پاکستان پوځ، فرنټیر کور (ایف سي) او بلوچستان پولیسو ګډ “شعبان عملیات” په چټکۍ سره دوام لري. د امنیتي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو په غرنیو او سختو سیمو کې د وسله‌والو پر ضد کړۍ نوره هم تنګه کړې او ځمکني او هوايي عملیات په پرله‌پسې ډول روان دي. د سرچینو د ادعا له مخې، د جولای په ۶مه او ۷مه ۲۶ وسله‌وال وژل شوي وو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۳ هم وژل شوي، چې له دې سره یوازې د شعبان عملیاتو پر مهال د وژل شویو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی. ویل کېږي چې نن سهار د خضدار د زېدي په سیمه کې وسله‌والو پر یوه پولیس سټېشن د برید هڅه وکړه، خو د پوځ او ایف سي ځواکونو دا برید شنډ کړ او د عملیاتو پر مهال ۸ وسله‌وال ووژل شول، په داسې حال کې چې د چورلکو په هوايي عملیاتو کې د ۵ تر ۶ نورو وسله‌والو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د جولای له ۵مې راهیسې د “شعبان” عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۷۵ وسله‌وال وژل شوي او عملیات لا هم دوام لري. یادونهپه دې خبر کې د وژل شویو کسانو شمېر او د عملیاتو جزئیات د امنیتي سرچینو د ادعاوو پر بنسټ دي، چې خپلواکو سرچینو یې لا تر اوسه خپلواکه تصدیق نه دی کړی.