کوټه (نوې ژوند وېب نیوز)د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي مرکز (خانه فرهنګ) عمومي رئیس سید ابوالحسن مېري ویلي، د شهید آیت الله علي خامنهيي د جنازې پر مهال د خلکو پراخ ګډون د ولس له رهبر سره د ژورې مینې او تړاو څرګندونه وه. نوموړي وویل، د هغه د محبوبیت اساسي لامل ساده ژوند، له خلکو سره نېغ په نېغه اړیکه او د ولس خدمت و. هغه زیاته کړه چې د ایران او پاکستان ترمنځ د رسنیو همکاري ستراتیژیک اهمیت لري او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اطلاعاتي اړیکې لا پیاوړې شي.
