کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
په کوټه کې د بی اې مال سره نږدې د هنې اورک د متاثرینو له لوري روان پرلت د بریالیو مذاکراتو وروسته پای ته ورسېد.
تېره شپه د بلوچستان د اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د پرلت له کمېټې سره رسمي خبرې وکړې چې اوږده موده یې دوام وکړ. د غونډې په ترڅ کې متاثرینو خپلې غوښتنې حکومتي پلاوي ته وړاندې کړې.
اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د متاثرینو ټولې جائزې غوښتنې پر ځای ومنلې او د سمدستي حل ډاډ یې ورکړ.
په دې موقع اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي وویل چې موږ باید د پاکستان د وسله والو ځواکونو او ریاست قربانۍ هېرې نه کړو. زموږ امنیتي ادارې او د پاکستان وسله وال ځواکونه شپه او ورځ قربانۍ ورکوي او زموږ سرتیري هره ورځ شهادت قبولوي.
د هوکړې وروسته د پرلت کمېټې د احتجاج د ختمولو او د ټولو تړلو لویو لارو د ټرافیکو پر مخ د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ.
په دې موقع د بلوچستان له اعلیٰ وزیر سره د صوبې د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ، سناتور منظور کاکړ، ډي آی جي بلوچستان پولیس، کمشنر کوټه ډویژن، ډپټي کمشنر کوټه، ډایریکټر پي ډي ایم اې فیصل طارق، سید صادق آغا، د ګورنر هاوس پخوانی ویاند نذیر احمد اڅکزی او نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
