پاکستان ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

اپوزیسیون د پارلمان د ګډې غونډې غوښتنه وکړه، د بلوچستان، آزاد کشمیر او د هېواد پر امنیتي وضعیت دې بحث وشي

اسلام‌آباد(وېب نیوز) د تحریک تحفظ آئین پاکستان او نورو اپوزیسیون ګوندونو د پارلمان د ګډې غونډې د رابللو غوښتنه کړې، څو د بلوچستان، آزاد کشمیر او د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث وشي. په اسلام‌آباد کې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د قومي اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر محمود خان اڅکزی د زیارت د پېښې د شفافو پلټنو او د مسؤلینو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل، په نورو هېوادونو کې د دې ډول پېښو وروسته اړوند وزیران استعفا ورکوي، خو ده ته آزاد کشمیر ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه، حال دا چې غوښتل یې له کشمیري وروڼو سره وویني. په همدې خبري غونډه کې سردار اختر جان مېنګل وویل چې د بلوچستان د ستونزو حل د زور په کارولو نه، بلکې د سیاسي خبرو اترو او ملي تفاهم له لارې ممکن دی. د سنا د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس هم وویل چې په هېواد کې سیاسي او امنیتي کړکېچ لا پسې ژور شوی، د خلکو ناهیلي زیاته شوې او د وضعیت د ښه کېدو لپاره جدي ملي اقدامات اړین دي.