کوټه (نوي ژوند ويب نيوز)امریکايي چارواکي وایي، ایراني چارواکو په غیر رسمي اړیکو کې منلې چې د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو شوی برید یوه تېروتنه وه. د دوی په وینا، دا اقدام د ایران سختدریځو کړیو د روانو خبرو اترو د ګډوډولو لپاره کړی و. سپینې ماڼۍ له ایرانه غوښتي چې دغه تېروتنه په رسمي ډول هم اعلان کړي، په داسې حال کې چې په عمان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي.
