پاکستان ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

په شعبان عملیاتو کې د وژل شویو ترهګرو شمېر ۶۸ ته ورسېد، د جولای له ۵ مې راهیسې ټو ټل ۱۰۵ ته ورسېد

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د پاکستان پوځ، ایف سي بلوچستان او پولیسو له لوري د فتنه الهندستان او فتنه الخوارج د ترهګرو پر ضد ګډ ستر عملیات “شعبان عملیات” د یکشنبې په ورځ هم دوام درلود.

د امنیتي سرچینو په وینا، په دغو استخباراتي بنسټیزو سترګو عملیاتو کې تر دې دمه ۶۸ ترهګر وژل شوي، په داسې حال کې چې د جولای له ۵ مې راهیسې په بېلابېلو عملیاتو کې د وژل شویو ترهګرو ټولټال شمېر ۱۰۵ ته رسېدلی دی.

امنیتي سرچینو وویل چې د شعبان عملیات د زیارت په ګډون په شاوخوا غرنیو سختو سیمو، خاران، مستونګ او نورو سیمو کې روان دي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا عملیات به تر وروستي ترهګر پورې دوام ولري.

په ورته وخت کې، په زیارت کې څو ورځې وړاندې د شهیدو شویو پولیسو جسدونه لا هم د کوئله پاټک په پرلت کې پراته دي. تېره شپه د پرلت کمېټې او د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو، د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ او نورو حکومتي چارواکو ترمنځ په خبرو کې خنډ پاتې شو.

د پرلت له امله په کوټه کې ټرافیکي نظام سخت اغېزمن شوی او ولس له ستونزو سره مخ دی. په دې سخته ګرمۍ کې د ولس د بې قرارۍ د ختمولو لپاره سمدستي او هدفمندو خبرو ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د شعبان عملیاتو د بریالیو عملیاتو له امله پر امنیتي ځواکونو ستاینلیک وړاندې کړ او ویې ویل چې د امنیتي ادارو ګډ عملیات د ملي امنیت د ساتنې د هوډ څرګندونه کوي، د افسرانو او سرتېرو زړورتیا او مسلکي وړتیاوو ته سلام وړاندې کوم.