پاکستان ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

فیلډ مارشل عاصم منیر په ترکیه کې له لوړپوړو سیاسي او پوځي مشرانو سره ولیدل، پوځي عالي مډال هم ورکړل شو

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیې د لوړپوړي رسمي سفر پر مهال د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ملي دفاع له وزیر یاشر ګولر او د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره مهمې لیدنې ترسره کړې. د آی اېس پي آر له مخې، په دغو لیدنو کې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ، ستراتیژیک مشارکت او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې وشوې. فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیې د لوی درستیز مرکز هم وکوت، چې هلته ورته د درناوي ځانګړی ګارډ آف آنر وړاندې شو. د ترکیې د لوی درستیز مشر جنرال سلجوق بایراکتار اوغلو د پاکستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي همکاریو د پراختیا او د نوموړي د غوره پوځي خدمتونو په ستاینه کې فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د ترکیې د وسله‌والو ځواکونو «ډسټنګوشډ سروس مېډل» ورکړ. نوموړي د ترکیې د ځمکنیو ځواکونو له قوماندانۍ څخه هم لیدنه وکړه او د عصري ترکیې د بنسټګر مصطفیٰ کمال اتاترک پر مزار یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده او درناوی یې ورته وړاندې کړ. د آی اېس پي آر په وینا، دغه سفر د پاکستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي، ورورولیزو او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا څرګندونه کوي.