پاکستان ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

بلاول بوټو زرداري د جواینټ عوامي ایکشن کمېټې ته ځوابي لیک واستاوه، د خبرو او د حقیقت موندنې کمېسیون وړاندیز یې وکړ

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري جواینټ عوامي ایکشن کمېټې ته په خپل ځوابي لیک کې ویلي، چې په آزاد کشمیر کې د خلکو مرګ ژوبله یوه ملي غمیزه ده او د هر کشمیري ژوند ارزښت لري. هغه وویل، سوله ییز ولس باید ترهګر یا د پردیو اجنټان ونه بلل شي، ځکه د سیاسي، اقتصادي او اساسي قانوني حقونو لپاره سوله ییز احتجاج د هر وګړي حق دی. بلاول بوټو د مظاهره کوونکو او قانون پلي کوونکو ادارو پر ضد د لګېدلو تورونو د بې پرې پلټنو، د حقیقت او پخلاینې کمېسیون د جوړېدو او د ټولو اړخونو ترمنځ د سمدستي خبرو اترو وړاندیز وکړ. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او کشمیر اړیکې باید د وقار، حقونو او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي. نوموړي غوښتنه وکړه چې که د کمېسیون پر جوړېدو هوکړه وشي، نو لانګ مارچ او پرلتونه دې په موقتي توګه وځنډول شي او حکومت هم د کمېسیون تر راپور پورې له نورو اقداماتو ډډه وکړي. بلاول بوټو وویل، پاکستان پیپلز ګوند د کشمیر د روان بحران د سوله ییز حل لپاره خپل رغنده رول لوبولو ته بشپړ چمتو دی.