کوټه (وېب نيوز): د پاکستان تحريک انصاف مشر بيرسټر ګوهر د مولانا فضل الرحمن د متنازع بيان مخالفت کړې او ويلي يې دي چې د شهيدانو په موضوع سياست نه شي کېدای، ځکه شهيدان د پاکستان وياړ دي. هغه وويل چې د ترهګرۍ د بشپړ خاتمې لپاره د ملي عمل پلان عملي کول اړين دي او د امنيتي وضعيت په څېر حساسو موضوعاتو سياسي امتياز اخيستل مناسب نه دي. نوموړي زياته کړه چې د آزاد کشمير د ټاکنو د بايکاټ د ختمولو په اړه بېلابېلې وړانديزونه تر غور لاندې دي، دا موضوع به پارلماني ګوند ته وړاندې شي او د ميداني حقايقو په رڼا کې به پرې ګډه پرېکړه وشي.
