اسلامآباد (۱۷ جولای ۲۰۲۶) وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستان کې د مېشتو چينايي وګړو امنيت د حکومت لومړيتوب دی او چين د پاکستان تر ټولو باوري او مخلص دوست دی. هغه د پاکستان ـ چين د درمل جوړونې د پانګونې کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، د روغتيا په برخه کې د ۴۴۰ ميليونه ډالرو څخه د زيات ارزښت ۹ تړونونه لاسليک شوي، چې پکې د واکسينونو توليد، بايوټېکنالوژي، د درملو جوړول، د ټېکنالوژۍ لېږد او د هيپاټايټس د مخنيوي پروژې شاملې دي. نوموړي زياته کړه، د سيپيک تر چتر لاندې چين په پاکستان کې له ۳۰ ميليارده ډالرو زياته پانګونه کړې او دواړه هېوادونه به اقتصادي او صنعتي همکاري لا نوره هم پياوړې کړي.
