پاکستان ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

په وانا کې د ترهګرۍ لويه هڅه شنډه، له چاودېدونکو توکو ډک ځانمرګی موټر له منځه يووړل شو، يو وسله وال ووژل شو او پنځه ټپيان شول

کوټه (وېب نيوز): د جنوبي وزيرستان لوئر د وانا د غواخوام سيمې کې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په وخت عمليات ترسره کړل او د ترهګرۍ يوه لويه هڅه يې شنډه کړه. امنيتي سرچينو ويلي، له چاودېدونکو توکو ډک يو ځانمرګی موټر چې د يو ستر ترهګريز بريد لپاره چمتو شوی و، تر دې وړاندې له منځه يووړل شو چې ښاري سيمې ته ورسېږي. سرچينې زياتوي چې امنيتي ځواکونو دغه مشکوک موټر درې ورځې تر څار لاندې ساتلی و او هغه مهال يې په نښه کړ چې له ابادۍ لرې شوی و، څو د ولس د سر او مال خونديتوب يقيني شي. په عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر او يوه موټرسايکل هم ويجاړ شول، يو وسله وال ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول. امنيتي سرچينو دغه بريالی عمليات د ترهګرۍ پر ضد د امنيتي ځواکونو د مسلکي وړتيا او چټک غبرګون څرګندونه وبلله.